IQNA

 په لویدیځي غاړې کې  د صهیونیسټانو په لاس د قرآن کریم په سپکاویو پراخ  غبرګونونه راپورته شوي

6:45 - June 24, 2023
د خبر لمبر: 3487516
 د ایران د اسلامی جمهوریت ،ترکیې پشمول ځینو هیواونو او د فلسطین مقاومتي غورځنګونو ،کورواکه تشکیلاتو  او دټولنیزو چینلونو کارؤنکو د وو صهیونیسټانو په لاس دقرآن کریم سپکاوی  ډير زیات محکوم کړی او د یوه دینی جنګ د اور د لمبو د پورته کیدا په باب ئې خبرداری ورکړی دی.

ایکنا خبری آژانس راپور ورکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني د اردن سین په لویدیځي غاړې کې  دنابلس ښار په جنوب لویدیځي سیمې کې د  دوو افراطي  صهیونیسټانو په لاس د قرآن کریم د نسخو  دسوځولو اقدام په غبرګون کې پخپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلی دي ،پر جوماتونو د صهیونیسټانو وحشي ډوله یرغلونه  او د قرآن کریم سپکاوي ، د کورونو ورانول او هره ورځ د فلسطینیو ښځو او ماشومانو وژلې،په بشری حقوقو او  دینی مقدساتو باندې په تیریو کې دسرو کرښو ته ددغه جعلی اوغیر انساني او جنایتکار رژیم د نه پابند کیدا نښه ده چې باید ددغه غیر  انساني او وحشي رژيم مخه ونیول شي. هغه ووئيل،له دې سره په یووخت د لویدیځي حکومتونو مرموزي چپتیا دغه وحشیان نوره هم سپين سترګي کړي او خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي، چې باید نړیواله ټولنه او اسلامی امت په دې اړه جدي  اوسخت اقدامات وکړي.

داپه داسې حال کې دي چې د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس ،اسلامی جهاد غورځنګ او نورو مبارزو ډلو  په جلا جلا اعلامیو کې  د فلسطین په عوریف  اوترمسعیا ښارګیو جوماتونو باندې د وحشي صهیونیسټانو  حمله  او د قرآن کریم د  نسخو سوځول په کلکه محکوم کړل او په ډاګه ئې کړه چې  دغه شان اقدامات د یوه دینی جنګ داور دلمبوغرغنډه کول دي  چې باید نړیواله ټولنه دې ته جدي پآملرنه وکړي .

له تیرې سه شنبې ورځې راهسې د فلسطینو څو ښارګي او کلي د صهیونیسټ میشته ښارګوټو داوسیدونکو  له بې آمانه حملو سره مخ دي  چې له امله ئې د فلسطنیانو په لسګونو  کورونه  او ګاډي سوځول شوي دي.همداراز په پنجشنبې ورځې ویډیوګانې هم خپرې شوي چې ښئ دوه صهیونیسټان د عوریف ښارګي دجومات په وړاندې  د قرآن کریم نسخو ته اور اچوري او شلوي ئې  اوپر مځکې ئې غورځوي.

د فلسطین د مبارزو ډلو په اعلامیو کې راغلي دي ، چې  دغه  خطرناک جنایتکار اقدام  د مونږ  دین او عقیدې د په نښه کولو موخې سره دیوه دیني جنګ د اور دلمبو د زیاتولو لپاره  یو لیونتوب دی  چې هیڅکله هم  زغم  او ورڅخه د تیریدا وړ نه دی او مقاومت به هم  د وحشي دښمن د جرمونو په وړاندې په مخه نیونې کې هیڅ ځنډ ونه کړي. او دغه ډول وحشي  اقدامات  د فلسطین مظلوم ولس دخپل حق له غوښټې هیڅکله هم نشي غړولی او د دښمن له دغه  بشپړ ترهه ګر او وحشي جنګ سره به تر بریالیتوب پورې ښکاره مبارزې ته دوام ورکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4149670/

https://iqna.ir/fa/news/4149761

 

captcha